سعودی عرب په کینیا كښې د بند ماتيدو په نتيجه كښې په شوې ځني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

ریاض 02 مئی (اے پي پي) سعودی عرب په کینیا كښې د عارضی بند ماتيدو په نتيجه كښې په شوې ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ اردو نیوز له مخې د سعودی خارجه وزارت تيره ورځ په خپل يو بيان كښې د کینیا په رفټ ویلی كښې د عارضی بند ماتيدو په نتيجه كښې په شوې ځاني زيان د غمجنو كورنييو، کینیا حکومت او اولس سره د غمرازي ښكاره كړې۔ وزارت ووئيل سعودی عرب په دې سخت وخت كښې د کینیا حکومت او اولس سره ولاړ دې۔په دې پېښه كښې د ماشومانو پشمول 46 كسان مړه شوې دي۔ دا خبره دې ياده وي چې په کینیا كښې د باران او سېلاب سلسله روانه ده چې په نتيجه كښې ئې ګن شمير كسان مړه شوې دي۔