د هند داخله وزير د چورلكې په پېښه كښې روغ پاتي شو

نوے ډيلے 30 اپرېل (اے پي پي) د هند داخله وزير امېت شاہ د بهار ايالت په بېګوسرائے سيمه كښې د چورلكې په پېښه كښې روغ رمټ پاتي شو ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې اميت شاہ د ګل په ورځ په بېګو سرائے كښې اولسي جلسې ته د وېنا نه وروستو بېرته راروان ٶ ٬ چورلكه د پاڅېدو نه لږه وروستو بېرته د زمكې سره ټكر شوه خو پائيلوټ چورلكه قابو كړه او په كاميابۍ سره ئې پورته كړه٬ دغسې په پېښه كښې امېت شاه او د هغه نور ملګري محفوظ پاتې شول خو چورلكې ته زيان رسېدلے٬ د دې پېښې وېډيو په سوشل ميډيا هم وائرل شوې