بنګله دېش كښې د ګرمۍ له امله 10 كسه مړه شول

ډهاكه 30 اپرېل(اے پی پی)بنګله دېش كښې د سختې ګرمۍ له امله د يوې اونۍ په مهال د دوو مېرمنو پشمول لس كسه مړه شوي۔د بنګله دېش ابلاغ ذريعو له مخې حكومت تېره ورځ هيټ ويو څخه د مرګونو تصديق كړے كوم چې د اپرېل د پېل څخه د ګرمۍ شدت له امله رامخې ته شوي ۔د ګرمۍ چپې له امله د بنګله دېش حكومت تېره ورځ پرائمري او سيكنډري سكولونه د روانې اونۍ تر زيارت ورځې د بندولو حكم جاري كړو ٬ دې څخه وړاندې حكومت تر 21 اپرېل د تعليمي ادارو بندېولو اعلان كړے ؤ ۔بنګله دېش كښې درجه حرارت اپرېل كښې تر 40 ډګري رسېدلے كوم چې د تېرو 75 كلونو نه پس اپرېل كښې تر ټولو زياته ګرمي ده