د اسرائيلي پوځ 5 يونټې په غزه كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو كښې ككړې وموندلې شوې، امریکا

واشنګټن۔30 اپرېل(اے پی پی) امریکې وئيلي دي د اسرائيلي پوځ 5 يونټې په غزه كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو كښې ككړې موندلې شوي۔ د رائټرز له مخې د امريكې د خارجه محكمې (سټېټ ډيپارټمنټ) دوهم وياند ویدانت پټېل خبريالانو ته ووئيل د اسرائیل په 5 كښې 4 یونټو په فعاله توګه د خلاف ورزيو ازاله وكړه۔ د پنځم يونټ په اړه اضافي معلومات ترلاسه شوي د كومو په اړه چې اسرائيلي حكومت سره خبرې روانې دي۔ د هغه وېنا وه چې هغه څلور يونټې كومې چې اصلاحي كارونه كوي په هغوي د امريكې لخوا د كومو بندېزونو لګېدو امكان نشته۔ ویدانت پټېل ووئيل اسرائيلي حكومت سره د پنځم يونټ په اړه مشاورت روان دے كوم چې د بشري حقونو خلاف ورزي كړې