سعودي ولي عهد سره د فلسطيني صدر ملاقات ٬ په غزه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه

ریاض ۔30اپرېل(اے پی پی) د نړيوال اقتصادي فورم غونډې په موقعه د سعودي عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د فلسطين صدر محمود عباس ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې دواړو لارښودو په غزه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د اېس پي اے له مخې دوئي په غزه او دې سره پېوستو نورو سيمو كښې په پوځي كړكېچ او ناوړه شوي صورتحال هم خبرې …

ریاض ۔30اپرېل(اے پی پی) د نړيوال اقتصادي فورم غونډې په موقعه د سعودي عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د فلسطين صدر محمود عباس ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې دواړو لارښودو په غزه كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د اېس پي اے له مخې دوئي په غزه او دې سره پېوستو نورو سيمو كښې په پوځي كړكېچ او ناوړه شوي صورتحال هم خبرې وكړې چې له امله يۍ د وګړو ژوند او د سيمې سلامتيا او استحكام خطر سره مخ دے۔ سعودی ولی عهد ووئيل چې زمونږ هېواد ټولو نړيوالو او سيمه ايزو فريقو سره د خبرو اترو كولو ټولې ممكنه هڅې كوي دغسې چې په منطقه كښې د روان كړكېچ د خپرېدو مخنيوې وكړې شي۔ ده د فلسطيني اولس د جائزو حقونو ترلاسه كولو ٬ د هغوي د هيلو ترسره كولو او د منصفانه او تلپاتي امن ترلاسه كولو له د مستقل مرستې پخلې وكړو

مزید خبریں