نيويارك 24 اپرېل (اے پي پي) د امريکې کاروباري شخصيت او د نړۍ شته مند شخصيت ايلون مسك وئيلي دي د كډوالو صورتحال پحقله په لوېديز كښې د كورنيو جګړو اندېښنه ده۔ د تاس له مخې د دې نه وړاندې دا ډول اندېښنې د لبنان نژاد د كاناډا غړي پروفېسر غد سعد لرلې وې۔ ايلون مسك خپل ټويټ كښې د پروفېسر غد سعد د اندېښنو تائيد كولو سره ووئيل كه …
د كډوالو صورتحال په اړه په لوېديز كښې د كورنيو جګړو اندېښنه ده۔ اېلون مسك

مزید خبریں
نيويارك 24 اپرېل (اے پي پي) د امريکې کاروباري شخصيت او د نړۍ شته مند شخصيت ايلون مسك وئيلي دي د كډوالو صورتحال پحقله په لوېديز كښې د كورنيو جګړو اندېښنه ده۔ د تاس له مخې د دې نه وړاندې دا ډول اندېښنې د لبنان نژاد د كاناډا غړي پروفېسر غد سعد لرلې وې۔ ايلون مسك خپل ټويټ كښې د پروفېسر غد سعد د اندېښنو تائيد كولو سره ووئيل كه مونږ ته ښه ښكاري يا نه دا جنګ به كېږي۔ پروفېسر غد سعد وئيلي وٶ د كډوالو په معاله چې لويديز كومه لاره خپلوي د دې نتيجې به د كورنۍ جګړو په صورت رامخې ته كېږي۔ هغه وئيلي وٶ په دې معامله لويديز هېوادونه تهذيبي خودكشي كوي٬ يو شمېر كډوال څوك چې دا مهال د لويديزو هېوادونو غړي دي خپلو سيمو ته په زبردستۍ لېږل٬ د هغوي په مېرمنو بريدونه ٬ د آزادي كمول او د خپلو مذهبونو توهين به خوښ نه كړي او دا ھغه صورتحال دے كوم چې ډېر زر رامخې ته كېدونكے دے۔ د يادونې وړ ده د دې نه وړاندې اېلن ماسك د امريكې په امېګرېشن پاليسۍ تنقيد كولو كښې وئيلي وٶ چې د تېرو دريو كالو په مهال امريكې د 70 لكه نه زيات غېر قانوني كډوالو ته امريكې ته د داخلېدو اجازه وركړې ۔









