رفح ۔22اپرېل(اے پی پی) د اسرائیل په فضائي بريد كښې د شهيدې شوې فلسطيني مېرمنې په رحم كښې موجود ماشومه بچ كړې شوې۔ روئټرز د فلسطين د روغتيا وزارت چاراكو ترمخه وئيلي دي چې په رفح د اسرائيلي فضائي بريد په نتيجه كښې د شهيدې شوې مېرمنې د ماشومې ډېلېوري په اېمرجنسي كښې د سي سېكشن دلارې وكړې شوه۔ د سلمه نومي ډاكټرې له مخې د ماشومې حالت د خطر …
په اسرائيلي بريد كښې د شهيدې شوې فلسطينۍ مېرمنې په رحم كښې موجود ماشومه بچ كړې شوه

مزید خبریں
رفح ۔22اپرېل(اے پی پی) د اسرائیل په فضائي بريد كښې د شهيدې شوې فلسطيني مېرمنې په رحم كښې موجود ماشومه بچ كړې شوې۔ روئټرز د فلسطين د روغتيا وزارت چاراكو ترمخه وئيلي دي چې په رفح د اسرائيلي فضائي بريد په نتيجه كښې د شهيدې شوې مېرمنې د ماشومې ډېلېوري په اېمرجنسي كښې د سي سېكشن دلارې وكړې شوه۔ د سلمه نومي ډاكټرې له مخې د ماشومې حالت د خطر نه بهر دے۔ ماشومه د رفح د روغتون په انکیوبیټر كښې يو بل نوې زېږېدلي ماشوم سره اېښودلې شوې چرته چې د هغې په سينه په تړلې شوې يوه پتۍ ليكلي شوي”د شهیدې صبرين السكاني لور” د ډاکټر سلمه له مخې دا ماشومه به درې څخه تر څلور اوونيو په روغتون كښې ساتلې شي









