اسلام آباد 09 جون(اے پي پي) سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر سناتوراعتزاز احسن وئيلي دې د خواري كښو اجرت يو زر روپۍ زياتول ډېر كم دے٬ بايد د بلواسطه ټېكسونو شرح كمه كړې شي٬ تر سړي سر شمېرې د غربت سم معلومات نشي رامخې ته كېدې ۔د زيارت په ورځ سېنېټ كښې د كال 17-2016 په بجټ بحث كښې ده ووئيل په راتلونكې بجټ كښې چې غريبانانو لپاره د …
تر سړي سر شمېرې د غربت سم معلومات نشي رامخې ته كېدې۔د اعتزاز احسن په بجټ بحث

مزید خبریں
اسلام آباد 09 جون(اے پي پي) سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر سناتوراعتزاز احسن وئيلي دې د خواري كښو اجرت يو زر روپۍ زياتول ډېر كم دے٬ بايد د بلواسطه ټېكسونو شرح كمه كړې شي٬ تر سړي سر شمېرې د غربت سم معلومات نشي رامخې ته كېدې ۔د زيارت په ورځ سېنېټ كښې د كال 17-2016 په بجټ بحث كښې ده ووئيل په راتلونكې بجټ كښې چې غريبانانو لپاره د كمو آسانيو وركولو هيله وه ھغه سر ته ونه رسولې شوه ٬ په غريبانانو ټېكس لګولو سره به غربت لا زيات شي ۔ده ووئيل د جي تي پي د شرح نمو چې كومې شمېرې وړاندې كرې شوې ھغه د هېواد معاشي وضعې سره سمون نه خوري٬ د 44 كهربه روپو په بجټ كښې د اجرت كړې زياتوالې كم دے بايد دا زيات كړې شي۔۔ده ووئيل په كليو كښې اوسېدونكي 70 فيصده خلق كروندګر دي٬ سږ كال د پومبې پېداوار كم شوې٬ د 341 اربه روپو كسان پېكج كروندګرو ته ګټه نه ده رسېدلې۔ده ووئيل نړۍ كښې د تېلو بېعه بېرل 135 ډالره نه 25 ته راغلې خو پاكستان كښې اولس ته آسانۍ نه دي وركړې شوې۔ده ووئيل يو خوا مخالفې ډلې سره په ټي او آرز خبرې روانې دي نو بلخوا د فنانس بل د لارې د خپلې خوښې بدلون كولې شي۔








