شام، د داعش به بريدونو كښې د حکومت پلوي 28 عسكر شهيدان شول

دمشق 19اپرېل (اے پي پي) د سوريه دوو سيمو كښې د داعش عسکریت خوښو په بريدونو كښې د سوريه حکومت پلوي 28 عسكر شهيدان شول ۔د فرانس خبر رسنې ادارې اے اېف پی له مخې سیریئن آبزرویټری فار هیومن رائټس وئيلي دي تيره ورځ داعش عسکریت خوښو ختيز ولايت حمص كښې په پوځي بس ډزي وكړې چې په نتيجه كښې ئې د حکومت پلويان 22 عسكر شهيدان شول ۔دې نه ځانله داعش د البو کمال ښار سره نزدې په يو پوځي اډه هم بريد كړے چې په نتيجه كښې ئې د سوريه 6 عسكر شهيدان شوي ۔ سرکاری میډیا تر اوسه په دې بريدونو د كوم غبرګون څرګندونه نه ده كړې۔