شيخ محمد بن زيد النهيان په هېواد كښې د بارانونو څخه ځپليو ټولو كورنيو ته د ضروري مرستې وركولو هدايت وكړو

ابوظهبي 18اپریل (اے پي پي)د متحده عرب امارات شېخ محمد بن زيد النهيان د دې عزم پخلے كړے چې وګړو او استوګنو ته تحفظ وركولو ته د متحده عرب امارات حكومت پام لرنه كوي ٬ده په ټول هېواد كښې د خراب موسمي حالات په مهال د خلقو لخوا د ښوونكې شعور او ذمه وارۍ كچه ستائېلې۔د متحده عرب امارات نيوز ايجنسۍ وام رپورټ له مخې شيخ محمد بن زيد النهيان …

ابوظهبي 18اپریل (اے پي پي)د متحده عرب امارات شېخ محمد بن زيد النهيان د دې عزم پخلے كړے چې وګړو او استوګنو ته تحفظ وركولو ته د متحده عرب امارات حكومت پام لرنه كوي ٬ده په ټول هېواد كښې د خراب موسمي حالات په مهال د خلقو لخوا د ښوونكې شعور او ذمه وارۍ كچه ستائېلې۔د متحده عرب امارات نيوز ايجنسۍ وام رپورټ له مخې شيخ محمد بن زيد النهيان اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې په هېواد كښې د بنيادي ډهانچې حالت بيا د سره په نوې ډول جاج واخلئ او په تندۍ سره كار وكړئ او په هېواد كښې د رېكارډ بارانونو نه پس د شوي زيان اثرات د لږ نه لږ كړئ ۔ده د ځايې ادارو په مرسته ځپلو كورنيو محفوظو ځايونو ته د منتقل كولو حكم سره سخت موسم څخه ځپلو ټولو كورنيو ته د ضروري مرستې وركولو هم هدايت وكړو ۔شيخ محمد بن زيد النهيان د موسمي حالات په مهال د متحده عرب امارات وګړو لخوا د يو والي د جذبې په څرګندونه هم رڼا واچوله او دا يې د متحده عرب امارات شناخت حقيقي جوهر وګرځولو

مزید خبریں