اسلام آباد 08 جون (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په نادرا زور راوړې چې ټول هېواد كښې د شناختي كارډونو تصديق له پېل كېدونكې كمپائن په خپل وخت بشپړول باوري كړئ۔ده د نادرا چيئرمېن ته سپارښتنه وكړه چې د لږ وخت نه په لږ وخت كښې تصديق لپاره مطلوب سسټم رامخې ته كړې ۔ده د شورو په ورځ د اعلٰی پاې غونډې مشري كوله۔په …
ټول هېواد كښې د شناختي كارډونو تصديق له پېل كېدونكې كمپائن پخپل وخت بشپړول باوري كړئ۔چوهدري نثار علي خان

مزید خبریں
اسلام آباد 08 جون (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په نادرا زور راوړې چې ټول هېواد كښې د شناختي كارډونو تصديق له پېل كېدونكې كمپائن په خپل وخت بشپړول باوري كړئ۔ده د نادرا چيئرمېن ته سپارښتنه وكړه چې د لږ وخت نه په لږ وخت كښې تصديق لپاره مطلوب سسټم رامخې ته كړې ۔ده د شورو په ورځ د اعلٰی پاې غونډې مشري كوله۔په غونډه كښې داخله سېكتر٬د نېكټا نېشنل كوآرډينېټر٬د اميګرېشن اينډ پاسپورټ ډي جي٬د اے اېن اېف ډي جي٬د نادرا چيئرمېن٬د اسلام آباد آئي جي او د اسلام آباد چيف كمشنر ګډون وكړو۔داخله وزير چوهدري نثار علي خان د نادرا چيئرمېن ته سپارښتنه وكړه چې د شناختي كارډونو د تصديق كار په 6 مياشتو كښې بشپړ كړئ۔په دې لړ كښې به د نادرا كوم هم اهلكار سره رعايت نه كېږي۔ده ووئيل د قامي سلامتيا دا مهم مقصد يوازې هغه وخت ترلاسه كېدې شي چې د شناختي كارډنو د تصديق عمل كاميابولو سره سره د نادرا ډېټا بېس نه كمزورۍ لرې كړې شي۔د نادرا چيئرمېن د شناختي كارډونو تصديق په اړه د اولس خبرولو په لړ كښې د نادرا لخوا د جوړ خاص مېډيا كمپائن په حقله وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو۔چوهدري نثار علي خان د نادرا لخوا د تښتېدليو ملزمانو په اړه تيار كړی سنټرل ډېټا بېس فارمېټ منظوري هم وركړه








