بیجنګ۔17اپرېل(اے پی پی) د چین د قومی عوامی کانګرېس قائمه كمېټۍ چيئرمېن چاؤله جی او د چینی عوامی سیاسی مشاورتی کنفرنس قومی کمېټۍ چیئرمېن وانګ حو نینګ يوسف رضا ګيلاني ته د سېنېټ چيئرمېن منصب په سنبالولو مباركي وركړې ده۔ د شورؤ په ورځ چينائي لارښودو ووئيل چین او پاکستان د څلورو موسمونو د ستراتيجيكي مرستې همكار دي او زمونږ پياوړې ملګرتيا د اولس په زړونو كښې پېوست ده۔ په …
د چينائي لارښودو لخوا يوسف رضا ګيلاني ته د سينيټ چيئرمېن منصب په سنبالولو مباركي

مزید خبریں
بیجنګ۔17اپرېل(اے پی پی) د چین د قومی عوامی کانګرېس قائمه كمېټۍ چيئرمېن چاؤله جی او د چینی عوامی سیاسی مشاورتی کنفرنس قومی کمېټۍ چیئرمېن وانګ حو نینګ يوسف رضا ګيلاني ته د سېنېټ چيئرمېن منصب په سنبالولو مباركي وركړې ده۔ د شورؤ په ورځ چينائي لارښودو ووئيل چین او پاکستان د څلورو موسمونو د ستراتيجيكي مرستې همكار دي او زمونږ پياوړې ملګرتيا د اولس په زړونو كښې پېوست ده۔ په اوسنيو كلونو كښې د صدر شي جن پنګ او د پاكستاني لارښودو په ستراتيجيكي لارښودنه كښې د چين او پاكستان ترمينځه دوه اړخيزه سياسي باور مضبوط شوے دے٬ د همكارۍ په زړه پورې مېوې رامخې ته شوي دي او نړيوالو او سيمه ايزو چارو كښې مرسته او افرادي او كلتوري رابطې نزدې پاتې شوي دي۔ چينائي لارښودو ووئيل چې هغوي د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګېلاني سره په ګډه د چين د قومی عوامی کانګرېس او چینی اولسي مشاورتی کنفرنس او د پاکستانی سېنېټ ترمينځه تبادلې او همكاري مخ په وړاندې بوتللو له كار كولو كښې خوښي لري دغسې چې د چين او پاكستان ترمينځه د څلورو موسمونو ستراتيجيكي همكارۍ ته وده وركړې شي او په نوي دور كښې د چين او پاكستان نزدې ټولنې جوړولو كښې تندي رامخې ته كړې شي









