بلوچستان او سندھ په بيلو سيمو كښې د برېښنا ټرپنګ مخنيوي له د يو ارب 64 لاکهه روپو منصوبې منظوری هم وركړې شوه

اسلام آباد 08 جون (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال په مشرۍ كښې د سینټرل ډویلپمنټ ورکنګ ګوند غونډه د منصوبه بندۍ کمېسون كښې وشوه چې پكښې د وفاقی او صوبائی حکومتونو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د اربونو روپو پرمختيائي پروژو منظوری وركړې شوه چې پكښې د توان ، د اوبو د پنګو ، مواصلات،ګورننس او انفارمېشن ټیکنالوجی په اړه پروژې شامل …

اسلام آباد 08 جون (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال په مشرۍ كښې د سینټرل ډویلپمنټ ورکنګ ګوند غونډه د منصوبه بندۍ کمېسون كښې وشوه چې پكښې د وفاقی او صوبائی حکومتونو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د اربونو روپو پرمختيائي پروژو منظوری وركړې شوه چې پكښې د توان ، د اوبو د پنګو ، مواصلات،ګورننس او انفارمېشن ټیکنالوجی په اړه پروژې شامل وې ۔ د بلوچستان او سندھ بيلو سيمو كښې د برېښنا ټرپنګ مخنيوي له يو ارب 64 لاكهه روپو پروژې منظوری وركرې شوه ۔ دې پروژې سره به د برېښنا زيات پيداوار ترلاسه كيدو او د ترسيل نظام به ښه او موثر شي۔ غونډه كښې د ګوادر۔ نواب شاہ ایل اېن جی ټرمینل پائپ لائن پروژې منظوری هم وركړې شوه چې ترمخه به ئې 7 سوه کلومیټره اوږد پائپ لائن غزولې شي۔ دې پروژې سره به د قدرتی ګاز په بحران قابو موندلو كښې مرسته وشي

مزید خبریں