ریاض 08 اپرېل (اے پي پي)د سعودي عرب ولي عهد وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د مكه په الصفاپيلس سيمه كښې د صوماليه صدر حسن شېخ محمد ملاقات كړې۔داېس پي اے له مخې په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو٬د شريكې خوښې په بيلو څانګو كښې په مرستته مرستې زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔دواړو لارښودو د شريكې خوښې په ګڼو چارو هم خبرې اتري وكړې۔د صوماليه صدر د سعودي …
د سعودي ولي عهد سره د صوماليه صدر ملاقات٬په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
ریاض 08 اپرېل (اے پي پي)د سعودي عرب ولي عهد وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د مكه په الصفاپيلس سيمه كښې د صوماليه صدر حسن شېخ محمد ملاقات كړې۔داېس پي اے له مخې په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو٬د شريكې خوښې په بيلو څانګو كښې په مرستته مرستې زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔دواړو لارښودو د شريكې خوښې په ګڼو چارو هم خبرې اتري وكړې۔د صوماليه صدر د سعودي عرب دورې په موقع تود هركلے وكړې شو ده په دې مهال په مېلمستيا كولو مننه وكړه۔د دې نه علاوه د ملاقات نه پس جاري شوي شريك بيان كښې سعودي عرب او صوماليه د ملګرو ملتونو كونسل لخوا په صوماليه د لګولې شوې د وسلې بندېز لرې كولو هركلے وكړو۔بيان كښې دواړو هېوادونو د كركيلې٬لائيو سټاك٬كبان نيونكو٬تګ راتګ٬لاجسټكس سروسز او بندرځايونو پشان متنوع څانګو كښې سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو











