په سوريه كښې په خپل سفارت د اسرائيلي بريد ځواب وركولو حق محفوظ لرؤ٬ ايران

تهران ۔2 اپرېل(اے پی پی) ايران تېره ورځ د سوريه په پلازمينه دمشق كښې په خپل سفارت د اسرائيلي بريد څخه وروستو د دې كارروايۍ د ځواب وركولو اعلان كړے دے۔ د العربیه له مخې ايراني خارجه وزير حسين امير عبد اللهيان نړيوالې وررولۍ څخه غوښتنه كړی چې هغه دې په سوريه كښې په ايراني سفارت د اسرائيلي بمبارۍ په اړه سنګين غبرګون ښكاره كړي۔ ده سوري همڅنګ سره په …

تهران ۔2 اپرېل(اے پی پی) ايران تېره ورځ د سوريه په پلازمينه دمشق كښې په خپل سفارت د اسرائيلي بريد څخه وروستو د دې كارروايۍ د ځواب وركولو اعلان كړے دے۔ د العربیه له مخې ايراني خارجه وزير حسين امير عبد اللهيان نړيوالې وررولۍ څخه غوښتنه كړی چې هغه دې په سوريه كښې په ايراني سفارت د اسرائيلي بمبارۍ په اړه سنګين غبرګون ښكاره كړي۔ ده سوري همڅنګ سره په خپلو ټېلېفوني خبرو كښی ووئيل اسرائيلي بريد د ټولو نړيوالو ذمه وارو او کنونشنز خلاف ورزی ده د دې نتيجو لپاره به اسرائيل ځواب وركوؤنكے ګرځول وي۔ د دې بريد په اړه په نړيواله كچه جدي او فعاله عبرګون ته اړتيا ده۔ د اسرائيل د دې جارحيت په ځواب كښې ايران د ځوابي كارروايۍ حق محفوظ لري۔ بل اړخ ته د ايراني خارجه زارت وياند ناصر كنعاني هم وئيلي چې ايران په دمشق كښې په خپل سفارت د اسرائيلي بريد په ځواب كښې د اقداماتو كولو حق محفوظ لري او ايران به د دې د بدلې تعين پخپله كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ايراني ميډيا اطلاع وركړې ده چې يو اسرائيلي فضائي بريد د ګل په ورځ په دمشق كښې ايراني سفارت سره نزدې ودانۍ د ملبې په ډھېر كښې بدله كړه۔ په دې بريد كښی لږ تر لږ 7 ايراني او يو شمېر ايراني او لبناني جنګيالي مړه شوي دي۔ په مړو شويو كښې د ايران د القدس فورسز يو مشر كمانډر هم شامل دے۔