فاټا كښې اصلاحات لپاره جوړ كمېټۍ خپل مشاورت بشپړ كړے٬ډېر زر به راپور وزيراعظم ته وړاندې كړی شي

اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) دسېفران وفاقي وزير لېفټيننټ(ر)عبدالقادر بلوچ وئېلي دي فاټا كښې اصلاحات لپاره جوړې كمېټۍ خپل مشاورت بشپړ كړے دے او ډېر زر به راپور وزيراعظم ته وړاندې كړی شي٬قبائېلي مشران خپل موجوده حېثيت په ځاې ساتل او د سيمې ځوانان٬سوادګر او نور كسان خېبرپښتونخوا كښې ضم كېدل غواړي٬حتمي پريكړه به پارلمان كوي۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سناتور عبدالقيوم پام راګرځونې …

اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) دسېفران وفاقي وزير لېفټيننټ(ر)عبدالقادر بلوچ وئېلي دي فاټا كښې اصلاحات لپاره جوړې كمېټۍ خپل مشاورت بشپړ كړے دے او ډېر زر به راپور وزيراعظم ته وړاندې كړی شي٬قبائېلي مشران خپل موجوده حېثيت په ځاې ساتل او د سيمې ځوانان٬سوادګر او نور كسان خېبرپښتونخوا كښې ضم كېدل غواړي٬حتمي پريكړه به پارلمان كوي۔د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سناتور عبدالقيوم پام راګرځونې نوټس پھ ځواب وفاقي وزير ووئيل د فاټا اولس هېواد لپاره ډېرې قربانۍ وركړې۔په خاص توګه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د هغې قربانۍ نظرانداز كېدې نه شي۔ده ووئېل د فاټا اولس امن لپاره خپل كورونه پرېښودې دي۔ده ووئيل د فاټا اولس له كه د نمائنده حق وركړی شو نو هغوي خپلې مسئلې پھ خپله حل كولې شي

مزید خبریں