د پيپلز ګوند غړے اعجاز احمد سره د خپلې كورنۍ او ملګرو اے اين پي كښې شامل شو

پېښور 22 جنوري (اے پي پي)د پاكستان پيپلز ګوند غړے اعجاز احمد سره د خپلې كورنۍ او ملګرو عوامي نېشنل ګوند كښې شامل شو۔ د ګل په ورځ د اے اېن پي لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پيپلز ګوند غړي اعجاز احمد خپلې كورنۍ او ملګرو سره په اے اېن پي كښې د شاملېدو اعلان وكړو۔ په دې موقع د اے اېن پي مركزي سينئر نائب صدر امير حېدر خان هوتي او نور مشران هم موجود وو۔