نګران وزيراعلی سيد ارشد حسېن په ډاکټر عبد الرحمٰن ترسره شوے بريد وغندلو

پېښور ۔ 19 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی جسټس ريټائرډ سيد ارشد حسېن شاه په باجوړ ضلع كښې په پوليو کوارډینېټر ډاکټر عبد الرحمٰن د نامعلومه كسانو لخوا د ډزو غندنه كولو سره په پېښه كښې د ډاكټر عبد الرحمن په حق رسېدو د افسوس څرګندونه كړې ده۔ دې ځايې څخه جاري شوي يو بيان كښې وزير اعلی د ارواښاد كورنۍ سره خواخوږي ښكاره كولو سره …

پېښور ۔ 19 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی جسټس ريټائرډ سيد ارشد حسېن شاه په باجوړ ضلع كښې په پوليو کوارډینېټر ډاکټر عبد الرحمٰن د نامعلومه كسانو لخوا د ډزو غندنه كولو سره په پېښه كښې د ډاكټر عبد الرحمن په حق رسېدو د افسوس څرګندونه كړې ده۔ دې ځايې څخه جاري شوي يو بيان كښې وزير اعلی د ارواښاد كورنۍ سره خواخوږي ښكاره كولو سره د ارواښاد بخښنې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده د پوليس اعلی چارواكو ته د ډزو پېښه كښې د ككړو عناصر په سمدستي توګه ګرفتارۍ له د ضروري كارروايۍ كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل ككړ عناصر به د قانون له منګلو څخه بچ نه شي دوئي به ډېر زر قانون سره مخ كړے شي۔ وزيراعلی په پېښه كښې ژوبل شويو پوليس اهلكار له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں