پېښور ۔ 07 جنوری (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا د تعليم محکمي د ټولو سرکاري او نجي پرائمري سکولونو د يخنۍ رخصتۍ د جنورۍ مياشتې تر 13م نېټې غځولې دي۔ د اتوار په ورځ د خيبرپښتونخوا د تعليم محکمي لخوا په جاري شوي اعلاميه کښي وئيلي شوي چي د يخنۍ د شدت زياتوالي له كبله د سکولونو رخصتۍ زياتې كړې شوي دي۔ دې سره سره د مډل ٬ پرائمري او …
د خيبر پښتونخوا د تعليم محکمي د سرکاري او نجي سکولونو د يخنۍ رخصتۍ د جنورۍ تر 13م نيټې وغځولې
پېښور ۔ 07 جنوری (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا د تعليم محکمي د ټولو سرکاري او نجي پرائمري سکولونو د يخنۍ رخصتۍ د جنورۍ مياشتې تر 13م نېټې غځولې دي۔ د اتوار په ورځ د خيبرپښتونخوا د تعليم محکمي لخوا په جاري شوي اعلاميه کښي وئيلي شوي چي د يخنۍ د شدت زياتوالي له كبله د سکولونو رخصتۍ زياتې كړې شوي دي۔ دې سره سره د مډل ٬ پرائمري او هائر سېكنډري سكولونو د كار وختونه هم بدل كړې شوي دي كوم به چې اوس سهار 9 نيمې بجې پرانستلې او د ماسپښین 3 نيمې بجې بندولې شي۔











