په هزاره موټروے شاه مقصود انټرچېنج ته نزدے ترافيكي پيښه ٬ 6 كسان ٬ 10 ژوبل

هری پور ۔ 07 جنوری (اے پی پی) په هزاره موټروے شاه مقصود انټرچېنج ته نزدې د ټوېوټا هائی اېس او مسافر کوچ ترمينځه د ټكر په نتيجه كښې د يوې مېرمنې په شمول 6 كسان مړه او 10 نور سخت ژوبل شوي دي۔ دا پېښه په سړك د ولاړې کنسټرکشن مشنرۍ له امله رامخې ته شوه۔ د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو د رېسکیو 1122 ډله موقعې ته ورسېده …

هری پور ۔ 07 جنوری (اے پی پی) په هزاره موټروے شاه مقصود انټرچېنج ته نزدې د ټوېوټا هائی اېس او مسافر کوچ ترمينځه د ټكر په نتيجه كښې د يوې مېرمنې په شمول 6 كسان مړه او 10 نور سخت ژوبل شوي دي۔ دا پېښه په سړك د ولاړې کنسټرکشن مشنرۍ له امله رامخې ته شوه۔ د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو د رېسکیو 1122 ډله موقعې ته ورسېده او په پېښه كښې په حق رسېدلي او ژوبل كسان يۍ ټراما سنټر ته منتقل كړل۔ د تفصیلات له مخې شاه مقصود انټرچېنج ته نزدې مسافر بس ټوېوټا هائي اېس سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يۍ د يوې مېرمنې په شمول 6 كسان مړه شول۔ په پېښه كښې لس كسان ژوبل شوي هم دي۔ د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو د 1122 هری پور ٬ د ځائي پوليس او موټروے پوليس ډلې موقعې ته ورسېدې او د مرستې كارروايۍ پېل كولو سره يۍ په حق رسېدلي او ژوبل كسان ټراما سېنټر ته منتقل كړل۔ پوليس مقدمه درج كولو سره د پېښی په اړه پلټنې پېل كړې دي۔

مزید خبریں