پاراچنار۔ 07 جنوری (اے پی پی) په كرم ضلع كښې صده بازار ته نزدې په مسافر ګاډو د وسله والو لخوا د ډزو په نتيجه كښې د يوې مېرمنې په شمول 4 كسان مړه او نور 3 ژوبل شوي دي۔ د پولیس ذريعو له مخې پاراچنار څخه پېښور ته په تلونكي فیلډر موټر او كوچ صده بازار ته نزدې وسله والو ډزې وكړې چې په نتيجه كښې يۍ د يوې …
صده بازار ته نزدې په مسافر ګاډو بريد٬ د يوې ميرمنې په شمول 4 كسان مړه ٬ 3 ژوبل
پاراچنار۔ 07 جنوری (اے پی پی) په كرم ضلع كښې صده بازار ته نزدې په مسافر ګاډو د وسله والو لخوا د ډزو په نتيجه كښې د يوې مېرمنې په شمول 4 كسان مړه او نور 3 ژوبل شوي دي۔ د پولیس ذريعو له مخې پاراچنار څخه پېښور ته په تلونكي فیلډر موټر او كوچ صده بازار ته نزدې وسله والو ډزې وكړې چې په نتيجه كښې يۍ د يوې مېرمنې په شمول 4 كسان مړه او 3 نور ژوبل شول۔ د كرم ضلعې ډي پي او وېنا ده چې د پېښې څخه وروستو د بريد كوؤنكو درك لګولو له پلټنې پېل كړې شوي دي او د دوئي د نيولو هڅې روانې دي۔











