پېښور ۔ 07 جنوری (اے پی پی)د خيبرپښتونخوا نګران وزيراعلی جسټس ريټائرډ سيد ارشد حسين شاه د کرم ضلعې په صده سيمه کښې د نامعلومه وسله والو لخوا په ګاډو د ډزو پېښې غندنه کړې ده۔ وزيراعلی دپوليسو له لوړپوړو چارواکو څخه دپيښې رپورټ غوښتى او په ډزو کښې د ککړو عناصرو په سمدستي توګه نيولو له يۍ د اقداماتو كولو هدايت كړے دے۔ وزيراعلی په خپل يو بيان كښې …
د نګران وزيراعلی سيد ارشد حسين شاه په صده کښې په ګاډو د ډزو پيښې غندنه
پېښور ۔ 07 جنوری (اے پی پی)د خيبرپښتونخوا نګران وزيراعلی جسټس ريټائرډ سيد ارشد حسين شاه د کرم ضلعې په صده سيمه کښې د نامعلومه وسله والو لخوا په ګاډو د ډزو پېښې غندنه کړې ده۔ وزيراعلی دپوليسو له لوړپوړو چارواکو څخه دپيښې رپورټ غوښتى او په ډزو کښې د ککړو عناصرو په سمدستي توګه نيولو له يۍ د اقداماتو كولو هدايت كړے دے۔ وزيراعلی په خپل يو بيان كښې په دغه پېښه كښې په قيمتي بشري زيان د افسوس څرګندونه كولو سره زيانمنو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي وكړه۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنيو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔ ده ووئيل دا پېښه د افسوس او غندنې وړ ده۔ ده ووئيل د ځپليو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔











