اسلام آباد ۔ 7 جون (اے پی پی) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئيلي دي پاکستان د خپلو دفاعي ضرورتونو نه بې غوره نه دے ۔ زمونږ امن او ملګرتيا له خوښي بايد زمونږ كمزورې ونه ګڼلې شي۔ د خپلې خاورې او اولس ساتنې بشپړ صلاحيت لرو۔ د هند لخوا د ستراتيجيكي خطرو نګراني كوؤ۔ د سېنټ غونډه كښې د هند لخوا د انټرسپټ توغندي تجربې په …
پاکستان د خپلو دفاعي ضرورتونو نه بې غوره نه دے۔ زمونږ د امن او ملګرتيا خوښي بايد زمونږ كمزورې ونه ګڼلې شي

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 7 جون (اے پی پی) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئيلي دي پاکستان د خپلو دفاعي ضرورتونو نه بې غوره نه دے ۔ زمونږ امن او ملګرتيا له خوښي بايد زمونږ كمزورې ونه ګڼلې شي۔ د خپلې خاورې او اولس ساتنې بشپړ صلاحيت لرو۔ د هند لخوا د ستراتيجيكي خطرو نګراني كوؤ۔ د سېنټ غونډه كښې د هند لخوا د انټرسپټ توغندي تجربې په معامله په تحريك التواﺀ بحث كښې سرتاج عزيز ووئيل پاكستان د خپلو دفاعي صلاحيتونو زياتولو له هر ممكن ګامونه پورته كوي۔ مونږ د خبلو دفاعي ضرورتونو څخه غافل نه يو او په دې لړ كښې مونږ د وسلې په زغل كښې شاملېدو نه غېر خپل دفاعي صلاحيتونه زياتوؤ۔ زمونږ امن او ملګرتيا له خوښي بايد زمونږ كمزورې ونه ګڼلې شي۔ ده ووئېل د خپلې خاورې او اولس ساتنې بشپړ صلاحيت لرو۔ ده ووئيل مونږ به د ملګرو ملتونو راروانې غونډې ته يو قرارداد وړاندې كوؤ كوم كښې به چې بحر هند د اتومي وسلو څخه د پاكولو تجويز وركولې شي۔ دې نه وړاندې په تحريك سېناتور جاوېد عباسي ووئيل په 15 مئی 2016ء هند د انټرسپټ توغندي تجربه وكړه








