د ډېره اسماعيل خان په درابڼ تحصيل كښې د ترهه ګرو په بريد كښې درې امنيتي اهلكار شهيدان شول

پېښور 12 دسمبر (اے پي پي) د ډېره اسماعيل خان په درابڼ تحصيل كښې د ترهه ګرو په بريد كښې درې امنيتي اهلكار شهيدان شوي دي ۔د پوليس له مخې د ډېره اسماعيل خان درابڼ تحصيل كښې ترهه ګرو د امنيتي ځواكونو په ودانۍ بريد وكړو چې پكښې بريد كوونكو د دروازې سره د چاودېدونكو توكو څخه ډك ګاډې ټكر كړو چې په نتيجه كښې يې د شوې چاودنې له امله درې امنيتي اهلكار شهيدان شوي۔ پوليس له مخې د ترهه ګرو ډزو څخه 16 امنيتي اهلكار ژوبل شوي او او د اهلكارو په ځوابي ډزو كښې 3 ترهه ګر وژلې شوي۔پوليس له مخې د چاودېدونكو توكو چاودنې څخه ودانۍ ته سخت زيان رسېدلے دے۔د پوليس تر مخه ژوبل شوي ډېره اسماعيل خان روغتون ته منتقل كړے شوي چې پكښې د ځينو حالت نازك دے ٬پوليس چارواكو په وژنو كښې د زياتوالي اندېښنه څرګنده كړې او په درابڼ تحصيل كښې ئې بشپړه ناكه بندي كړې ده ۔