په ګرده نړۍ كښې ميشته كشميري وګړي به د اكتوبر 27 مه نيټه د تورې ورځې په توګه لمانځي٬ د كشمير او فلسطين مسئلې سره د اړوندو خپلو قراردادونو عملي كولو كښې د ملګرو ملتونو ناكامه پاتې كېدل د افسوس وړ دي۔ مقريرن

پېښور ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي به د اكتوبر 27 مه نېټه د تورې ورځې په توګه لمانځي٬ ولې چې 76 كاله آګاهو په كال 1947 كښې په دې ورځ هند د كوم قانوني جواز نه غېر د مسلمانانو په اكثريتي رياست جموں وكشمير جبرا ً قبضه كولو سره كشميرې اولس خپلو ټولو حقونو او آزادۍ څخه محروم كړې وو۔ اے پی …

پېښور ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي به د اكتوبر 27 مه نېټه د تورې ورځې په توګه لمانځي٬ ولې چې 76 كاله آګاهو په كال 1947 كښې په دې ورځ هند د كوم قانوني جواز نه غېر د مسلمانانو په اكثريتي رياست جموں وكشمير جبرا ً قبضه كولو سره كشميرې اولس خپلو ټولو حقونو او آزادۍ څخه محروم كړې وو۔ اے پی پی سره خبرو كښې پخواني سفير منظور الحق ووئيل 27 اکتوبر 1947 او 5 اګست 2019 د کشمیر د تاريخ تورې ورځې دي ولې چې په دې دواړو ورځو هند كشميري اولس څخه د دوئي تاريخ ٬ ژبه او نسلي كلتور په زور د اخستو سازش وكړو۔ هند مقبوضه كشمير د نړۍ تر ټولو لويے زندان كښې بدل كړے دے۔ هند د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو په تناظر كښې په يو اړخيزه توګه د مقبوضه كشمير د خپلواكه رياست كېدو حېثيت بدلولې نه شي۔ د پېښور پوهنتون د سياسيات څانګې پخواني چيئرمېن اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل د هند لخوا سټرېټجک استحکام خطر سره مخ دے ولې چې هند ته د روایتی او غیر روایتی وسلو وركول كېدو لړۍ روانه ده چې ورسره د سوئيلي آسيا امن خطر سره مخ شوے دے۔ کشمیری لارښود مشتاق احمد شاہ ووئيل د مقبوضه جموں و کشمیر 60 لكه څخه زيات غېر قانوني ډومیسائل سرټیفکیټ هندوانو ته وركړې شوي دي۔ ده ووئيل په مقبوضه سيمه كښې د تېرې ستمبر مياشتې په مهال 13 او كال 1989 څخه تر دې دمه نزدې 96246 كشميري وكړي شهيد كړې شول۔ د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيكو څانګې پخواني چيئرمېن اعجاز خان ووئيل د هند د 27 اکتوبر 1947 او 5 اګست 2019 غیر قانونی اقدامات د بشري حقونو د نړيوالو قوانينو بشپړه خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل په سوئيلي آسيا كښې تلپاتي امن او استحكام لپاره كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركول ضروري دي۔ ده د ملګرو ملتونو د كشمير او فلسطين په اړه د خپلو قراردادونو په عملي كولو كښې په ناكامه پاتې كېدو د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولي دې تجارتي او كاروباري ګټو څخه لرې پاتې كېدو سره د مظلوم كشميري اولس د نسل كشۍ مخه نيولو له اجتماعي اقدامات وكړي او په مودي حكومت دې د 5 اګست 2019 ټول غېر قانوني اقدامات ېرته اخستلو له زور راوړي۔

مزید خبریں