د نواز شريف هېواد ته راستنيدل د پرمختګ او سوكالۍ زيرې دې٬ مريم اورنګزيب

لاهور۔21اکتوبر (اے پی پی)د پاكستان مسلم ليګ نون مركزي لارښودې او وياندې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د نواز شريف هېواد ته راستنېدل د پرمختګ او سوكالۍ زېرې دې٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي د اولس مېنډېټ سره به په ګرانۍ كښې كمې راولي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د خالي په ورځ مينار پاكستان جلسه كښې ميډيا سره خبرو كښی وكړه۔ دې ووئيل پاكستان او پاكستانې اولس دا …

لاهور۔21اکتوبر (اے پی پی)د پاكستان مسلم ليګ نون مركزي لارښودې او وياندې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د نواز شريف هېواد ته راستنېدل د پرمختګ او سوكالۍ زېرې دې٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي د اولس مېنډېټ سره به په ګرانۍ كښې كمې راولي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د خالي په ورځ مينار پاكستان جلسه كښې ميډيا سره خبرو كښی وكړه۔ دې ووئيل پاكستان او پاكستانې اولس دا مهال ستونزو سره مخ دے او نواز شريف هېواد مسئلو څخه ويستلو له راروان دے٬ د هغه راستنېدل د پرمختګ او سوكالۍ زېرې دې۔ دې ووئيل په كال 2017 كښې هېواد كښی امن وو ٬ لوډشېډنګ ختم شوے وو٬ د ګرانۍ كچه تر ټولو ټيټه وه ٬ د برېښنا د يونټ قيمت 17 روپۍ وو كوم چې زياتېدو سره 50 څخه زيات شوے دے۔ دې ووئيل د نواز په دور كښې چې چا سره ډګري وه هغه سره روزګار وو۔ ده ووئيل نن ورځ په هېواد كښې د منفي نه بلكې د مثبت سوچ ده۔ دې ووئيل ځينې خلق د تېرو 6 كلونو څخه دروغ وائي او په دروغو وئيلو يۍ نن خپل دا حال كړے دے۔

مزید خبریں