په ګورنر هاؤس پنجاب كښې د خيبر پښتونخوا ګورنر خپل همڅنګ سره ملاقات

پېښور ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د خالي په ورځ په ګورنر هاؤس پنجاب كښې خپل همڅنګ بليغ الرحمن سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د هېواد په روان سياسي ، معاشی او د امن او امان صورتحال په شمول په روانه مجموعي وضعه او د پنجاب او خېبر پښتونخوا ترمينځه تجارتي هلو ځلو ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ …

پېښور ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د خالي په ورځ په ګورنر هاؤس پنجاب كښې خپل همڅنګ بليغ الرحمن سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د هېواد په روان سياسي ، معاشی او د امن او امان صورتحال په شمول په روانه مجموعي وضعه او د پنجاب او خېبر پښتونخوا ترمينځه تجارتي هلو ځلو ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال د دواړو صوبو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو زياتولو په شمول په نورو صوبائي چارو هم خبرې وشوې۔ په ملاقات كښې په پبلک سېکټرز پوهنتونونو كښې د تحقيق څانګې په کمرشلائزډ كولو او معياري تعليم وركولو سره په اړوندو چارو بحث وكړے شو۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي ووئيل چې د كركيلې ٬ زده كړو او صنعت په پرمختګ كښې يو بل سره مرسته به مجموعي معاشي پرمختګ لپاره مرستياله ثابت شي۔

مزید خبریں