کوئټه 20 اکتوبر (اے پي پي) د تعليم لنډ مهاله وفاقي وزير مدد علي سندھي وئيلي دي بلوچستان كښې سکولونو ته د نه تلونكو كوچنيانو شمېره د پاتې صوبو په نسبت زياته ده٬ لنډ مهاله حكومت به په دې اړه اقدامات كوي ٬ وخت راغلے چې پوهنتونو څخه د سياسي مداخلت خاتمه وكړې شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د كوئټه په کوبيوټمز يونيورسټۍ كښې د صوبې د …
بلوچستان كښې سكولونو ته د نه تلونكو كوچنيانو شمېره زياته ده٬ وخت راغلے چې پوهنتونو څخه د سياسي مداخلت خاتمه وكړې شي۔ د تعليم وزير مدد علي سندھي

مزید خبریں
کوئټه 20 اکتوبر (اے پي پي) د تعليم لنډ مهاله وفاقي وزير مدد علي سندھي وئيلي دي بلوچستان كښې سکولونو ته د نه تلونكو كوچنيانو شمېره د پاتې صوبو په نسبت زياته ده٬ لنډ مهاله حكومت به په دې اړه اقدامات كوي ٬ وخت راغلے چې پوهنتونو څخه د سياسي مداخلت خاتمه وكړې شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د كوئټه په کوبيوټمز يونيورسټۍ كښې د صوبې د بېلا بېلو پوهنتونونو وائس چانسلرز سره په ملاقات او د تعليمي بهترۍ لپاره د دوي د تجويزونو/سفارشاتو پحقله د جاج اغستو غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د اېچ اي سي د بلوچستان ريجنل ډائريکټر پروفېسر ظهور احمد بازئي، د بيوټمز يونيورسټي کوئټه وائس چانسلر ډاکټر خالد حفيظ، د لورالائي يونيورسټۍ وائس چانسلر احسان الله کاکړ، د مکران يونيورسټۍ وائس چانسلر ډاکټر مالك ترين، د خضدار يونيورسټۍ وائس چانسلر ډاكټر مقصود احمد، د كوئټه د سردار بهادر خان وېمن يونيورسټي وائس چانسلره ډاكټر ساجده نورين، د خزانې نګران صوبائي وزير امجد رشيد، د بولان ميډيکل يونيورسټۍ رجسټرار اورنګزيب شاه او نور هم موجود وو۔











