كراچي 18اکتوبر(اے پی پی)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د فلسطين په غزه ښار كښې په الاهلي عرب روغتون د اسرائيل د فضائي بمبارۍ غندنه كولو سره وئېلي دي اسرائيل غزه كښې په روغتونونو بريدونو كولو سره د بربريت د ټولو حدونو نه تېر شوے دے ۔د مېډيا سيل بلاول هاؤس لخوا جاري بيان له مخې بلاول بهټو زرداري وئېلي دي په روغتون د اسرائيل بريد د ټول …
د غزه په روغتونونو بريدونو كولو سره اسرائيل د بربريت د ټولو حدونو نه تېر شوے ۔بلاول بهټو زرداري

مزید خبریں
كراچي 18اکتوبر(اے پی پی)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د فلسطين په غزه ښار كښې په الاهلي عرب روغتون د اسرائيل د فضائي بمبارۍ غندنه كولو سره وئېلي دي اسرائيل غزه كښې په روغتونونو بريدونو كولو سره د بربريت د ټولو حدونو نه تېر شوے دے ۔د مېډيا سيل بلاول هاؤس لخوا جاري بيان له مخې بلاول بهټو زرداري وئېلي دي په روغتون د اسرائيل بريد د ټول انسانيت لپاره د شرم مقام دے٬په بريد كښې د ګڼ شمېر فلسطينيانو شهادت د اسرائيل د بربريت ښكاره ثبوت دے۔ده ووئيل نړيواله اداره دې د اسرائيل لخوا په غزه كښې د انسانيت د افسوس وړ پېش قدمۍ مخ نيوي لپاره خپل كردار ادا كړي۔










