د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجه په مشرۍ كښې د ټولټاكنو پحقله غونډه ٬د ټولټاكنو بې پرې او سوله ايزې تابيا لپاره ټول ترلاسه وسائل د كارولو پخلے

کراچۍ 17 اکتوبر (اے پي پي) چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجه وئيلي دي د ټولټاكنو بې پرې او سوله ايزې تابيا لپاره ټول ترلاسه وسائل به كاروٶ٬ د انتخابات په عمل كښې د بې غوري كوٶنكو اهلكارو او عملې په ضد به سخته كاروائي كولې شي او په سندھ كښې به په ټولټانكو كښې يو لك 10 زره 334 پوليس اهلكار امنيتي وظيفه ترسره كوي۔ د نهې په ورځ …

کراچۍ 17 اکتوبر (اے پي پي) چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجه وئيلي دي د ټولټاكنو بې پرې او سوله ايزې تابيا لپاره ټول ترلاسه وسائل به كاروٶ٬ د انتخابات په عمل كښې د بې غوري كوٶنكو اهلكارو او عملې په ضد به سخته كاروائي كولې شي او په سندھ كښې به په ټولټانكو كښې يو لك 10 زره 334 پوليس اهلكار امنيتي وظيفه ترسره كوي۔ د نهې په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې د چيف الېكشن كمېشنز سکندر سلطان راجه په مشرۍ كښې د ټولټاكنو پحقله په سندھ سېكرټرېټ كښې مهمه غونډه وشوه ۔ په غونډه كښې د الېكسن كمېشن سندھ ممبر نثار دراني، د بلوچستان الیکشن کمیشن ممبر شاہ محمد جتوئي، د پنجاب الیکشن کمیشن ممبر بابر حسن بھروانه، د خېبر پښتونخوا الیکشن کمیشن ممبر جسټس (ر) اکرام اللہ خان، د الېكشن كمېشن سېكتر عمر حمید خان، صوبائي الېكشن كمشنر سندھ اعجاز انور چوهان، د سندھ چیف سېكرتري ډاکتر محمد فخر عالم او د سندھ آئي جي رفعت مختار، داخله سېكرتري محمد اقبال مېمن، د بلديات سېكرتري ٬ د اطلاعات سېكرتري د منصوبه بندۍ بورډ چيئرمېن او د خزانې سېكرتري پشمول نورو چارواكو ګډون كړے۔ په دې موقع چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجه ووئيل د ټولټاكنو بې پرې او سوله ايزې تابيا لپاره به ټول ترلاسه وسائل كاروٶ٬ د انتخاباتو په عمل كښې د بې غوري كوٶنكو اهلكارو او عملې په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔

مزید خبریں