اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت د ډائرېكټر ډاکټر نذر محمد عرفان په مشرۍ كښې افغان سركاري پلاوي د نهې په ورځ د نړيوال اسلامي پوهنتون دوره كړې چرته چې د تعليم په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع پلاوي افغان زده كوٶنكو سره هم ملاقات كړے۔ په افغان پلاوي كښې د افغان انټرنیشنل اسلامك یونیورسټۍ چانسلر ډاکټر …
د افغانستان د تعليمي پلاوي د نړيوال اسلامي پوهنتون دوره

مزید خبریں
اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت د ډائرېكټر ډاکټر نذر محمد عرفان په مشرۍ كښې افغان سركاري پلاوي د نهې په ورځ د نړيوال اسلامي پوهنتون دوره كړې چرته چې د تعليم په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع پلاوي افغان زده كوٶنكو سره هم ملاقات كړے۔ په افغان پلاوي كښې د افغان انټرنیشنل اسلامك یونیورسټۍ چانسلر ډاکټر رفیع اللہ عطا، د انجینئرنګ فېکلټۍ ډین عبدالحئی کیوان او د اېګریکلچر فېکلټۍ ډین نثار احمد زاهد شامل وٶ۔ په دې موقع د اېچ اي سي پروجیکټ ډائریکټر جهانزیب او د اېچ اي سي پروجیکټ منېجر محمد وقار خان هم په دې موقع موجود وٶ۔ په دې موقع پلاوي ته د اکیډمکس اینډ اېګزامینیشن ډائریکټر پروفېسر ډاکټر محمد خان د پوهنتون په پروفائل، د دې په وژن او د سباٶن په هدفونو تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د فېكلټۍ په تبادلو او د ريسرچ پروګرامونو كښې د اشتراك په امكانات هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔











