د پېټرول په بيعه كښې كمے د اولس لپاره لويې رېليف دے۔داطلاعات لنډ مهاله صوبائي وزير جان اچكزئي

كوئټه 16اکتوبر(اے پی پی)د بلوچستان د اطلاعات لنډ مهاله صوبائي وزير جان اچكزئي وئېلي دي رياست سره د ټكر كېدو هڅې كوونكي به د عربت نشان شي٬صوبائي حكومت د كيسكو لپاره 78 كروړه روپۍ جاري كړي دي٬د پیټرول په بيعه كښې د څلوېښتو روپو كمے د اولس لپاره ډېر لويې رېليف دے٬ ده ووئېل قاچاق كښې ككړ كسان په نخښه كړی شوي٬د قاچاق په ضد رياست زيرو ټالرنس پالسېي لري …

كوئټه 16اکتوبر(اے پی پی)د بلوچستان د اطلاعات لنډ مهاله صوبائي وزير جان اچكزئي وئېلي دي رياست سره د ټكر كېدو هڅې كوونكي به د عربت نشان شي٬صوبائي حكومت د كيسكو لپاره 78 كروړه روپۍ جاري كړي دي٬د پیټرول په بيعه كښې د څلوېښتو روپو كمے د اولس لپاره ډېر لويې رېليف دے٬ ده ووئېل قاچاق كښې ككړ كسان په نخښه كړی شوي٬د قاچاق په ضد رياست زيرو ټالرنس پالسېي لري ٬د فلسطينيانو ملاتړ به روان ساتو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د صوبائي كابينې غونډې نه پس خبري كنفرنس ته په خپله وينا كښې كړی۔لنډ مهاله صوبائي وزير جان اچكزئي ووئېل د صوبائي كابينې غونډې ته وئېلي شوي چې د پیټرول مصنوعات په بيعو كښې لويې كمے ټولو طبقو ستائېلے دے۔د اطلاعات لنډ مهاله صوبائي وزير جان اچكزئي ووئېل د هېواد څخه به د ترهه ګرو خاتمه كوو۔ده ووئيل د نان كسټم پيډ ګاډو په ضد به ډېر زر كريك ډاؤن پیل كړے شي۔ده ووئيل كابينې د كيسكو لپاره 78 كروړه روپۍ جاري كړی دي۔د مينځني ختيز صورتحال په اړه ده په غزه د اسرائيل د بريدونو سخته غندنه وكړه او وئېلې يې دي د فلسطينيانو ملاتړ به روان ساتلے شي۔

مزید خبریں