د بلوچستان په تربت سيمه كښې د نامعلومه ترهګرو په مزدورانو ډزې ٬ 6 مړه ٬ 2 ژوبل

کوئټه۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان په تربت سيمه كښې د نامعلومه وسله والو ترهګرو په ډزو 6 مزدوران مړه او 2 نور سخت ژوبل شوي دي كوم چې په سمدستي توګه ځايي روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ د پوليس له مخې د جمعې او خالي منځومانه شپه كښې په تربت سټلائټ ټاؤن كښې نامعلومه ترهګرو په يو كور ډزې وكړې چې په نتيجه كښی يۍ شپږ …

کوئټه۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان په تربت سيمه كښې د نامعلومه وسله والو ترهګرو په ډزو 6 مزدوران مړه او 2 نور سخت ژوبل شوي دي كوم چې په سمدستي توګه ځايي روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ د پوليس له مخې د جمعې او خالي منځومانه شپه كښې په تربت سټلائټ ټاؤن كښې نامعلومه ترهګرو په يو كور ډزې وكړې چې په نتيجه كښی يۍ شپږ مزدوران رضوان ،شهباز ،وسیم ،شفیق ،نعیم او سکندر په ځايې مړه او دوه نور غلام مصطفی او توحید ژوبل شول۔ پوليس او امنيتي ځواكونو مړي او ژوبل كسان ځايي روغتون ته منتقل كړې۔ وروستو دوئي سيمه محاصره كولو سره پېښه كښې د ككړو كسانو نيولو له پلټنې پېل كړې۔

مزید خبریں