کوئټه۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو نګران صوبائي وزير جان اچكزئي په تربت كښې بې ګناه مزدورانو ته د رامخې ته شوې افسوس وړ پېښې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې د رياست د اقداماتو څخه پرېشانه شويو دښمن قوتونو اوس د اړي ګړي او ناامنۍ عزائم ترسره كولو هڅې پېل كړي دي۔ پاكستان دښمنه قوتونه په بلوچستان كښې د كركې اور خپرولو كښې تل ناكامه پاتې …
د اطلاعاتو نګران صوبائي وزير بې ګناه مزدورانو ته د رامخې ته شوې افسوس وړ پيښې غندنه

مزید خبریں
کوئټه۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو نګران صوبائي وزير جان اچكزئي په تربت كښې بې ګناه مزدورانو ته د رامخې ته شوې افسوس وړ پېښې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې د رياست د اقداماتو څخه پرېشانه شويو دښمن قوتونو اوس د اړي ګړي او ناامنۍ عزائم ترسره كولو هڅې پېل كړي دي۔ پاكستان دښمنه قوتونه په بلوچستان كښې د كركې اور خپرولو كښې تل ناكامه پاتې شوي دي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې ژوند كوؤنكي بلوچ ٬ پښتانه يا پنجاب سره تعلق لرونكي ټول پاكستاني وګړي دي۔ د هر وګړي تحفظ د رياست ذمه واري ده٬ د ترھګرو تعاقب به كولې شي۔ ده ووئيل زمونږ قانون نفاذ كوؤنكو ادارو ټول عمري د دښمنانو په ضد سخته كارروائي كړې ده۔ ده ووئيل مونږ د شهيدانو غمجنيو كورنيو سره د هغوي په غم كښې يو برابر شريك يوو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې شهيد شويو له لوړې درجې او غمجنيو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔










