د فلسطينانو په ضد جارحانه رويه ٬ د ظلمونو او بمبارۍ بندولو سره دې هغوي ته د آزاد ژوند حق وركړے شي٬ جماعت اهلسنت پاكستان

نوشهرہ ورکاں۔ 13 اکتوبر (اے پی پی) د فلسطین په مظلومه مسلمانانو د اسرائيل لخوا د وحشيانه كارروايو په ضد او مظلومو فلسطينيانو سره د يووالي څرګندونې له تھانه چوک څخه د جماعت اهلسنت پاکستان ،سنی تحریک، مصطفائی تحریک، انجمن طلباء اسلام،تحریک لبیک پاکستان او منهاج القرآن په پلېټ فارم كار كوؤنكو د رسالت شمعې پتنګانو لاريون وويستلو په كوم كښې چې ګډون كوؤنكو د اسرائیل مردہ باد ، او …

نوشهرہ ورکاں۔ 13 اکتوبر (اے پی پی) د فلسطین په مظلومه مسلمانانو د اسرائيل لخوا د وحشيانه كارروايو په ضد او مظلومو فلسطينيانو سره د يووالي څرګندونې له تھانه چوک څخه د جماعت اهلسنت پاکستان ،سنی تحریک، مصطفائی تحریک، انجمن طلباء اسلام،تحریک لبیک پاکستان او منهاج القرآن په پلېټ فارم كار كوؤنكو د رسالت شمعې پتنګانو لاريون وويستلو په كوم كښې چې ګډون كوؤنكو د اسرائیل مردہ باد ، او د اسرائیل چې څوك يار دے ٬ غدار دے نعرې وهلې ۔ لاريون تھانه چوک څخه تر پریس کلب آفس ورسېد او دغلته د احتجاج ريكارډ كولو څخه وروستو ختم شو۔ لاريون ته خطاب كوؤنكو ووئيل بېت المقدس په ګرده نړۍ كښې اسلامي نړۍ لپاره هغه عظيم ځاے دے كوم لپاره به چې د كومې هم قربانۍ څخه سرغړونه نه كوؤ۔ دوي ملګرو ملتونو او نړيوالو ادارو څخه غوښتنه وكړه چې هغه د فلسطينيانو مسلمانانو په ضد روانه جارحانه رويه بنده او فلسطينيانو وروڼو ته د آزاد ژوند حق وركړي

مزید خبریں