پیښور۔ 12 اکتوبر (اے پی پی) د خیبرپختونخوا حکومت د نوو ضم شوو ضلعو ماشومانو له په نجي سکولونو كښې په سرکاري خرڅ د تعليم وركولو پرېكړه كړې ده۔ د تعلیم محكمې د نوو ضلعو ماشومانو له د پروګرام منظوري وركړې ده چې پكښې به 4 زره ماشومانو له د تعلیم سهولت وركولې شي ۔ د دستاویز تر مخه ابتدائي مرحله كښې به سږ كال د 7 قبائلي ضلعو او …
د خیبرپختونخوا حکومت د نوو ضم شوو ضلعو ماشومانو له په نجي سکولونو كښې په سرکاري خرڅ د تعليم وركولو پرېكره

مزید خبریں
پیښور۔ 12 اکتوبر (اے پی پی) د خیبرپختونخوا حکومت د نوو ضم شوو ضلعو ماشومانو له په نجي سکولونو كښې په سرکاري خرڅ د تعليم وركولو پرېكړه كړې ده۔ د تعلیم محكمې د نوو ضلعو ماشومانو له د پروګرام منظوري وركړې ده چې پكښې به 4 زره ماشومانو له د تعلیم سهولت وركولې شي ۔ د دستاویز تر مخه ابتدائي مرحله كښې به سږ كال د 7 قبائلي ضلعو او د 6 ډویژنو لپاره د صباون سکولز انیشیټیو پروګرام شروع كېږي چې تر مخه به ئې طلباﺀ ته زر روپۍ، تر پينځم كلاس طلباﺀ له 1500 د فیس په مد کښې وركولې شي ۔رپورټ كښې وئېلې شوي د پينځم نه تر ٨ پورې 2 زره روپۍ به د مياشت فيس به حکومت وركوي خو پروګرام به په هغه سيمو كښې شروع كېږي چرته چې كوم سرکاري سکول موجود نه وي ۔د دستاویز ترمخه باجوړ كښې 4، مومند او خیبر كښې 3، اورکزئۍ، کرم، نارتھ وزیرستان كښې 2،2 سکولونو كښې به دا پېل كولے شي۔










