کراچی۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان پیپلز پارټي چیئرمېن بلاول بھټو زرداري قامي كركټ لوبډلې ته د سري لنكا په ضد مېچ كښې په بريا مباركي وركړې ده۔ د ميډیا سېل بلاول هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې بلاول بھټو زرداری ووئيل د عبداللہ شفیق او محمد رضوان لخوا د لويې هدف په تعاقب كښې غوره لوبه كول د ستائنې وړ عمل دے۔ ده ووئيل د …
بلاول بھټو زرداري د سري لنكا په ضد په كاميابۍ قامي لوبډلې ته مباركي

مزید خبریں
کراچی۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان پیپلز پارټي چیئرمېن بلاول بھټو زرداري قامي كركټ لوبډلې ته د سري لنكا په ضد مېچ كښې په بريا مباركي وركړې ده۔ د ميډیا سېل بلاول هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې بلاول بھټو زرداری ووئيل د عبداللہ شفیق او محمد رضوان لخوا د لويې هدف په تعاقب كښې غوره لوبه كول د ستائنې وړ عمل دے۔ ده ووئيل د ورلډ كپ سيالو په تاريخ كښې تر ټولو لويې هدف سر كولو سره قامي كركټ لوبډلې دا ثابت كړې چې هغه غېر معمولي كاركردګي ښودلو له هند ته تللې ده۔ ده ووئيل ګرين شرټس سره د ټول اولس دعاګانې دي۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستانۍ لوبډله به هند ته هم ماتې وركړي۔










