قبائلي ضلعو ماشومانو ته په سركاري خرچه نجي سكولونو كښې د زده كړو آسانۍ وركولو منصوبې پېل كولو منظوري

پېښور ۔ 10 اکتوبر (اے پی پی) د خيبرپښتونخوا د تعليم محکمي د قبائلي ضلعو ماشومانو ته په نجي سکولونو کښي په سرکاري خرچه د تعليم ورکولو منصوبې پیل كولو منظوري ورکړې ده چې ورسره به د خېبر پښتونخوا په پخوانیو قبایلي سیمو کښې د لوستې كچه لوړه شي او ځايې ځوانانو ته به د روزګار موقعې هم په لاس ورشي۔ د تعليم محكمې د دستاوېزات له مخې د صوبې …

پېښور ۔ 10 اکتوبر (اے پی پی) د خيبرپښتونخوا د تعليم محکمي د قبائلي ضلعو ماشومانو ته په نجي سکولونو کښي په سرکاري خرچه د تعليم ورکولو منصوبې پیل كولو منظوري ورکړې ده چې ورسره به د خېبر پښتونخوا په پخوانیو قبایلي سیمو کښې د لوستې كچه لوړه شي او ځايې ځوانانو ته به د روزګار موقعې هم په لاس ورشي۔ د تعليم محكمې د دستاوېزات له مخې د صوبې په پخوانيو قبائلي سيمو كښې د سباون سكولز اېنشېټو پروګرام پېل كولو منظوري وركړې شوې ده۔ د دې پروګرام لاندې به سكولونو څخه بهر ماشومانو ته په نجي سكولونو كښی په سركاري خرچه تعليم وركولے شي۔ په دې لړ کښې د كلاسونو درجه بندي شوې ده۔ د ماشومانو فيسونه به حكومت ادا كوي۔ د كے جي زده کوونکو فيس به 1000، د اول نه تر پنځم جماعت 1500 او د اووم او اتم جماعت فيس به 2000 روپۍ وي كوم به چې حكومت وركوي۔ په ابتدائي توګه دا پروګرام به په 7 قبائلي ضلعو كښې پېل كولے شي په كومو كښې چې باجوړ ٬ مومند ٬ خېبر ٬ اورکزئۍ ،کرم او نارتھ وزیرستان شاملې دي۔ په كومو سيمو كښې چې سركاري يا نجي سكول نه وي دغلته به ځايي لوستي ځوان ته تر يو لك روپو ګرانټ وركولے شي دغسې چې هغه سكول پرانيزي او زده كوؤنكو ته په سركاري خرچه زده كړې وركول پېل كړي۔ د تعليم څانګې چارواكو له مخې دې اقدام سره به د روان كال په مهال 4 زره نه زياتو زده كوؤنكو ته د وېړيا تعليم وركولو سره سره 100 ځوانانو ته د روزګار موقعې وركړې شي۔ په دې اړه د قبائلي اضلاع اېجوكېشن فاؤنډېشن اېم ډي عبدالکرم ووئيل د روان كال په مهال به په دې پروګرام 80 ملين روپۍ مصرف كولې شي او دې سره به د لوستې شرح زياته شي۔

مزید خبریں