كوئټه 09 اكتوبر (اے پي پي)د بلوچستان د تعليم لنډ مهاله وزير پروفيسر ډاكټر قادر بلوچ وئېلي دي په صوبه كښې د تعلم په څانګه كښې بهترۍ راوستلو لپاره د يونيسف هڅې د ذكر وړ دي٬د صوبې په لرې پرتو او پسمانده سيمو كښې د صوبائي حكومت او يونيسف شريك اشتراك څخه تعليم په اړه مسئلو حل كولو كښې زياته مرسته ترلاسه شوې ده۔ده دا خبره د ګل په ورځ …
د بلوچستان د تعليم لنډ مهاله وزير سره د يونيسف پاكستان استازي ملاقات

مزید خبریں
كوئټه 09 اكتوبر (اے پي پي)د بلوچستان د تعليم لنډ مهاله وزير پروفيسر ډاكټر قادر بلوچ وئېلي دي په صوبه كښې د تعلم په څانګه كښې بهترۍ راوستلو لپاره د يونيسف هڅې د ذكر وړ دي٬د صوبې په لرې پرتو او پسمانده سيمو كښې د صوبائي حكومت او يونيسف شريك اشتراك څخه تعليم په اړه مسئلو حل كولو كښې زياته مرسته ترلاسه شوې ده۔ده دا خبره د ګل په ورځ د يونيسف پاكستان استازي عبدالله فادل په مشرۍ كښې پلاوي سره په خپل دفتر كښې د ملاقات په مهال كړې۔په ملاقات كښې د يونيسف پاكستان لخوا د تعليم صوبائي لنډ مهاله وزير ته په صوبه كښې د تعليم په څانګه كښې په څلورو پروژو هم بريفنګ وركړو۔په دې موقع لنډ مهاله وزير ووئيل په صوبه كښې په تعليمي مسئلو زمونږ ژور نظر دے٬د تعليم په څانګه كښې ښه والي راوستلو لپاره د ورومبۍ ورځې څخه زمونږ هڅې روانې دي۔په دې موقع د يونيسف پاكستان استازي عبدالله فادل ووئېل د تعليم په څانګه كښې د يونيسف هڅې لا ښه كولو لپاره به نور اقدامات كولې شي۔










