نوې ډيلے 08 اكتوبر (اے پي پي) د هند ریاست كرناټك كښې د پټاخو په دكان كښې د اوور لګيدلو په نتيجه كښې 14 كسان مړه او ګڼ شمير ژوبل شوې دي۔د چین خبررسنې ادارې له مخې بنګلور پولیس وياند میډیا ته ووئيل په اټیبیلے كښې نزدې د آتش بازۍ سامان په سټور كښې د اوور لګيدلو له امله 14 كسان مړه شوې دي۔ده ووئيل ځائې پولیس د پېښې سبب …
هند كښې د اوور لګيدلو په نتيجه كښې 14 كسان مړه
نوې ډيلے 08 اكتوبر (اے پي پي) د هند ریاست كرناټك كښې د پټاخو په دكان كښې د اوور لګيدلو په نتيجه كښې 14 كسان مړه او ګڼ شمير ژوبل شوې دي۔د چین خبررسنې ادارې له مخې بنګلور پولیس وياند میډیا ته ووئيل په اټیبیلے كښې نزدې د آتش بازۍ سامان په سټور كښې د اوور لګيدلو له امله 14 كسان مړه شوې دي۔ده ووئيل ځائې پولیس د پېښې سبب په اړه پلټنو كولو نه علاوه د مړو شناخت لپاره هڅې كوي۔ده ووئيل مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې شوي چرته چې د ځينې كسانو حالت اندېښمن دې۔











