كوهاټ٬د كوسټر او موټر كار ترمينځه ټكر څخه د 2 مېرمنو پشمول 4 كسه مړه شول

پېښور 06اکتوبر(اے پی پی)په كوهاټ كښې په انډس هائي وے د كوسټر او موټر كار ترمينځه ټكر څخه د دوو مېرمنو پشمول څلور كسه مړه او يو ژوبل شوے ۔د پوليس له مخې په انډس هائي وے د اېن اېچ اے آفس سره نزدې موټر كار او كوسټر خپلو كښې ټكر شوي چې له امله يې په كاډي كښې ناست د دوو مېرمنو پشمول څلور كسه په حق رسېدلې او …

پېښور 06اکتوبر(اے پی پی)په كوهاټ كښې په انډس هائي وے د كوسټر او موټر كار ترمينځه ټكر څخه د دوو مېرمنو پشمول څلور كسه مړه او يو ژوبل شوے ۔د پوليس له مخې په انډس هائي وے د اېن اېچ اے آفس سره نزدې موټر كار او كوسټر خپلو كښې ټكر شوي چې له امله يې په كاډي كښې ناست د دوو مېرمنو پشمول څلور كسه په حق رسېدلې او يو كس رېسكيو ډلې په ژوبل حالت كښې كے ډي اے روغتون ته منتقل كړے دے ۔د روغتون ذريعو له مخې د ژوبل شوي كس حالت د خطرې څخه بهر ښودلے شوے۔پوليس چارواكو ووئيل د كوسټر ډرائيور د پېښې ځاے څخه تښتېدو كښې كامياب شوے ٬پوليس د ډرائيور په ضد مقدمه درج كولو سره نورې پلټنې پېل كړې دي

مزید خبریں