پېښور 05 اکتوبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله وزيراعلٰی محمد اعظم خان په مشرۍ كښې د صحت كارډ سكيم په اړه مهمه غونډه وشوه چې پكښې د وزيراعلٰی د روغتيا صلاحكار٬چيف سېكرټري او نورو اړوند چارواكو نه علاوه سټېټ لائف انشورنس كمپنۍ اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔په غونډه كښې د صوبائي حكومت لخوا كمپنۍ ته د راتلونكو ادائيګو په طريقه كار اتفاق وكړے شو۔د تفصيلات له مخې په غونډه …
د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله وزيراعلٰی محمد اعظم خان په مشرۍ كښې د صحت كارډ سكيم په اړه مهمه غونډه

مزید خبریں
پېښور 05 اکتوبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله وزيراعلٰی محمد اعظم خان په مشرۍ كښې د صحت كارډ سكيم په اړه مهمه غونډه وشوه چې پكښې د وزيراعلٰی د روغتيا صلاحكار٬چيف سېكرټري او نورو اړوند چارواكو نه علاوه سټېټ لائف انشورنس كمپنۍ اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔په غونډه كښې د صوبائي حكومت لخوا كمپنۍ ته د راتلونكو ادائيګو په طريقه كار اتفاق وكړے شو۔د تفصيلات له مخې په غونډه كښې د روغتيا كارډ سكيم كښې په نوې اصلاحات د عملدرآمد صورتحال جاح واخستلې شو او د روغتيا څانګې ته په دې اصلاحات عملدرآمد د لږ نه په لږ وخت كښې د باوري كولو هدايت وكړے شو۔لنډ مهاله وزيراعلٰی د غونډې په مهال ووئيل لنډ مهاله صوبائي حكومت د روغتيا كارډ سكيم په پائيداره بنيادونو د چلولو عزم لري٬د هېواد مجموعي معاشي صورتحال په خېبرپښتونخوا تر ټولو زيات اثر پريوځي۔محمد اعظم خان ووئيل د صوبې زياتره آمدن دارومدار د وفاق څخه په ادائيګو دے۔د وفاق څخه د صوبې شيئرز په وخت نه ترلاسه كېدو په سبب صوبائي حكومت معاشي مسئلو سره مخ دے ۔ده ووئيل د معاشي مسئلو باوجود د وړيا علاج معالجې آسانۍ د تعطل نه بغېر جاري ساتل د لنډ مهاله صوبائي حكومت ترجيح دي۔ده ووئېل سكيم په پائيدار بنيادونو چلول او وړيا د علاج آسانۍ د تعطل نه غېر جاري ساتلو لپاره به هر ممكنه اقدامات پورته كوو۔ده ووئيل د دې مقصد لپاره نوې اصلاحات معارفي كولې شي دغسې چې د زياتې نه زياته ګټه غريب اولس ته ورسي










