پېښور۔ 05 اکتوبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا آئي جي (پوليس) اختر حيات خان وئيلي دي د صوبې په بېلو ضلعو کښې د شوو 75 فيصده ځانمرګي بريدونو كوونكو تعلق د افغانستان څه دے۔ ميډيا سره په خبرو کښې آئي جي اختر حيات خان ووئيل د ځانمرګي بريد کوونکو د ګوتو نښانونو څخه څرګنده شوې چې هغوي افغانان وو۔ په علي مسجد ٬ باړہ، هنګو، باجوړ او پولیس لائنز ځانمرګي …
خېبر پښتونخوا کښې د 75 فيصده ځانمرګي بريدونو كوونكو تعلق د افغانستان څخه وو٬ آئي جي

مزید خبریں
پېښور۔ 05 اکتوبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا آئي جي (پوليس) اختر حيات خان وئيلي دي د صوبې په بېلو ضلعو کښې د شوو 75 فيصده ځانمرګي بريدونو كوونكو تعلق د افغانستان څه دے۔ ميډيا سره په خبرو کښې آئي جي اختر حيات خان ووئيل د ځانمرګي بريد کوونکو د ګوتو نښانونو څخه څرګنده شوې چې هغوي افغانان وو۔ په علي مسجد ٬ باړہ، هنګو، باجوړ او پولیس لائنز ځانمرګي بريد كوؤنكي هم افغان وګړي وو۔ ده ووئيل په قلنګ اغستو كښې ككړ دواړه افغان وګړي نيولې شوي ٬ د پوليس د اقدامات په نتيجه كښې د قلنګ په كالز كښې كمے رامخے ته شوے ٬ د قلنګ په كالز كښې افغان سمز كارولې شي۔ ده ووئيل د روان كال په مهال د قلنګ 76 کېسونه رپورټ شول په كومو كښې چې د 49 درك لګولے شوے ۔ دغسې د پېښور لويو كاروباري شخصياتو ته د راتلونكو كالز درك لګولے شوے ٬ په دې كښې ككړ دوه ځايي او دوه افغان وګړي نيولې شوي ۔ ده ووئېل د يوې ډلې سره مرسته كوؤنكو دوو پوليس اهلكارو سره هم د مجرمانو په څير سلوك وكړے شو۔ د هغوي په ضد مقدمې درج كړے شوي او د ترهګرۍ مخنيوي محكمې ته سپارلې شوي










