اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی) په باجوړ ضلع كښې د نامعلومه وسله والو په ډزو د جومات امام په حق رسېدلے دے ۔ د پولیس او او ځايي خلقو د وېنا له مخې دا پېښه د خار تحصيل په شنكوټ كښی هغه مهال رامخې ته شوه كله چې نامعلومه وسله والو امام صاحب مونځ له د تللو په مهال په نخښه كړو۔ ډستركټ پوليس افسر نذیر خان خبريالانو …
په باجوړ كښې د نامعلومه وسله والو په ډزو د جومات امام په حق ورسېد

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی) په باجوړ ضلع كښې د نامعلومه وسله والو په ډزو د جومات امام په حق رسېدلے دے ۔ د پولیس او او ځايي خلقو د وېنا له مخې دا پېښه د خار تحصيل په شنكوټ كښی هغه مهال رامخې ته شوه كله چې نامعلومه وسله والو امام صاحب مونځ له د تللو په مهال په نخښه كړو۔ ډستركټ پوليس افسر نذیر خان خبريالانو ته ووئيل د ډزو په نتيجه كښې 40 كلن مولانا طيلا محمد سخت ژوبل شو كوم چې وروستو په روغتون كښې په حق ورسېد۔ ده ووئيل پوليس په پېښه كښې د ككړو كسانو نيولو له هلې ځلې كوي كوم چې د پېښې څخه سمدستي وروستو تښتېدلې دي۔ تر دې دمه كومې ډلې د دې بريد ذمه واري نه ده قبوله كړی










