په بلوچستان كښې د كانګو وائرس يو بل كېس رامخې ته شو

کوئټه۔ 05 اکتوبر (اے پی پی) په بلوچستان كښې د كانګو وائرس يو بل كېس رامخې ته شوے دے۔ د تفصیلات له مخې د كوئټې په فاطمه جناح روغتون كښې په يو بل رنځور كښې د كانګو وائرس تشخيص شوے۔ د روغتون انتظاميې وېنا ده چې تېره ورځ د كوئټې سېټلائیټ ټاؤن غوث آباد سره تعلق لرونكې 30 كلن محمد اسماعيل نومې وګړے روغتون ته راوستلے شو۔ ټېسټ لپاره د …

کوئټه۔ 05 اکتوبر (اے پی پی) په بلوچستان كښې د كانګو وائرس يو بل كېس رامخې ته شوے دے۔ د تفصیلات له مخې د كوئټې په فاطمه جناح روغتون كښې په يو بل رنځور كښې د كانګو وائرس تشخيص شوے۔ د روغتون انتظاميې وېنا ده چې تېره ورځ د كوئټې سېټلائیټ ټاؤن غوث آباد سره تعلق لرونكې 30 كلن محمد اسماعيل نومې وګړے روغتون ته راوستلے شو۔ ټېسټ لپاره د ده د وينې نمونه واخستې شوه په كومه كښې چې كانګو وائرس مثبت راغلو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د روان كال په مهال د بلوچستان په بېلو سيمو كښې په مجموعي توګه د كانګو وائرس 37 كېسونه رپورټ شوي او د دې د لاسه تر دې دمه 13 كسان په حق رسېدلې دي۔

مزید خبریں