د كېسكو په ګرده صوبه كښې د برېښنا غلا كوؤنكو او د نادهندګانو په ضد كارروايۍ ٬ د سوؤنو په شمېر غېر قانوني كنكشنز قطع كړے شول ٬ 1 كروړ څخه د زياتو روپو وصولي

کوئټه۔ 04 اکتوبر(اے پی پی) د وزیراعظم او د توان وزارت (پاور ډویژن) په خصوصي هدايت کوئټه الېکټرک سپلائی کمپنۍ(کېسکو) په ګرده صوبه كښې د برېښنا غلا كوؤنكو او نادهندګانو په ضد كارروايۍ روانې ساتلې دي ٬ په سوؤنو غېر قانوني كنكشنزو يۍ قطع كړي او يو كروړ څخه د زياتو روپو جرمانه يۍ وصول كړې ده۔ د شورؤ په ورځ په غېر قانوني توګه د برېښنا كارؤنكو په ضد …

کوئټه۔ 04 اکتوبر(اے پی پی) د وزیراعظم او د توان وزارت (پاور ډویژن) په خصوصي هدايت کوئټه الېکټرک سپلائی کمپنۍ(کېسکو) په ګرده صوبه كښې د برېښنا غلا كوؤنكو او نادهندګانو په ضد كارروايۍ روانې ساتلې دي ٬ په سوؤنو غېر قانوني كنكشنزو يۍ قطع كړي او يو كروړ څخه د زياتو روپو جرمانه يۍ وصول كړې ده۔ د شورؤ په ورځ په غېر قانوني توګه د برېښنا كارؤنكو په ضد او نادهندګانو څخه بقايا جات وصولولو له په لويه كچه ګارروايۍ وكړې شوې چې په مهال يۍ د كوئټې ښار په مري آباد، کچلاک، جناح ټاؤن، سېټلائټ ټاؤن، پشتون آباد، سورج ګنج بازار او سریاب روډ سيمو كښی د ميټرو په شنټ او ټېمپرډ كولو 47 کنکشنز قطې كړې شوې او جرمانې ولګولې شوې۔ دغسې په كوئټه ښار كښې په مجموعي توګه د 54 نادهندګانو كنكشنز قطع كړې شوې۔ د كارروايۍ په مهال نادهندہ صارفينو څخه د بقاياجات په مد كښې 28 لکه روپۍ وصول كړې شوې۔ دغسې كېسكو سبي سركل په جعفر آباد كښې د كارروايۍ په مهال د 78 نادهندګان كنكشنز قطع كړل۔ په جعفر آباد او سبي كښی د نادهندګانو 5 ټرانسفرمرز كوز كړې شول۔ د كارروايۍ په مهال نادهندګانو څخه د 45 لكه روپو ريكوري هم وكړې شوه او د برېښنا غلا كوؤنكو څخه د جرمانې په مد كښې 4 لکه 10 زره روپۍ وصول كړې شوې۔ په دې مهال کېسکوخضدارسرکل كښی هم كاروائي وكړه او دغلته يۍ د قلات نوشکی، تفتان او خالق آباد پشمول نورو سيمو كښې 68 كنكشنز قطع كړل ٬ خالق آباد څخه يۍ دوه ټرانسفرز كوز كړل او نادهندګان څخه يۍ د ريكوري په مد كښې 24 لکه او د جرمانې په مد كښې 5 لکه 10 زره روپۍ وصول كړې۔ بلخوا كېسكو ټولو زرعي صارفينو ته غږ كړے چې هغوي د كېسكو سب ډويژن كښې دفتر نوې كنېكشن ترلاسه كولو له درخواستونه جمع كړي۔

مزید خبریں