پېښور ۔ 03 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې د اېډورډ کالج تاریخی تعلیمی معیار په ځايې ساتل زما مشن دے٬ د کالج تعلیمی، انتظامی چارو ته په غور ګورم٬ اېډورډ كالج په صوبه كښې معياري تعليم وركولو كښې يو تاريخي مقام لري خو د بده مرغه د تعليمي معيار په رېنكنګ كښی دا اداره په نظر نه راځي ٬ د دې …
د ګورنر حاجي غلام علي د اېډورډز كالج دوره ٬ د نوي اكېډمك بلاك تعميراتي منصوبې بنياد تيګه يۍ كېښوده

مزید خبریں
پېښور ۔ 03 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې د اېډورډ کالج تاریخی تعلیمی معیار په ځايې ساتل زما مشن دے٬ د کالج تعلیمی، انتظامی چارو ته په غور ګورم٬ اېډورډ كالج په صوبه كښې معياري تعليم وركولو كښې يو تاريخي مقام لري خو د بده مرغه د تعليمي معيار په رېنكنګ كښی دا اداره په نظر نه راځي ٬ د دې بيا بحالول د بورډ آف ګورنرز او فېکلټۍ د ګډې ذمه واري ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اېډورډ كالج دورې په مهال يوې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ګورنر د خپلې دورې په مهال په كالج كښی د نوي اكېډمك بلاك د تعميراتي منصوبې د بنياد تيګه كېښوده۔ ده ووئيل تعلیمی ادارو ته آسانۍ وركول زه خپل فرض ګڼم او حكومت هم دې پلو خاص پام ګرځولې دې۔ په دستوره كښې بشپ منو رمل شاہ، لنډ مهاله پرنسپل اېډورډ کالج ډاکټر شجاعت علی، پخواني نګران صوبائي وزير حامد شاہ او د سارہ صفدر په شمول استاذانو او زده كوؤنكو ګډون وكړو۔










