پېښور تعليمي بورډ د انټرمېډيټ كلنې نتيجې اعلان كړې

پېښور ۔ 03 اکتوبر (اے پی پی)د پېښور تعليمي بورډ د انټرمېډيټ كلنې نتيجې اعلان كړې دي ۔ په انټر میډیټ امتحانونو كښې ګردې صوبې څخه ټول 58 زره 661 زده كوؤنكو هلكانو او انجونو برخه اغستې په كومو كښې چې 53 زره 55 کامیاب ګرځولې شوي۔ د انټر بورډ نتيجو له مخې په پری میډیکل كښې د جناح کالج فار وومن زده كونكې کنیز خدیجه خان 1064 لمبرې اغستو …

پېښور ۔ 03 اکتوبر (اے پی پی)د پېښور تعليمي بورډ د انټرمېډيټ كلنې نتيجې اعلان كړې دي ۔ په انټر میډیټ امتحانونو كښې ګردې صوبې څخه ټول 58 زره 661 زده كوؤنكو هلكانو او انجونو برخه اغستې په كومو كښې چې 53 زره 55 کامیاب ګرځولې شوي۔ د انټر بورډ نتيجو له مخې په پری میډیکل كښې د جناح کالج فار وومن زده كونكې کنیز خدیجه خان 1064 لمبرې اغستو سره بورډ ټاپ كړے۔ د فارورډ ګرلز کالج حیات آباد زده كونكې خدیجه عظمت خان 1060 نمبرو سره دويم او د اسلامیه کالج پېښور زده كونكي محمد حسنات خان 1057 نمبرو سره درېم پوزيشن ترلاسه كړے۔ په پری انجنئیرنګ د اسلامیه کالج پېښور زده كونكي 1032 نمبرو سره اولنې ٬ د هدف كلج معاذ بن عامر 1031 نمبرو سره دويم او د پشاور ماډل ډګری کالج بینش ګل 1028 نمبرو سره درېم پوزيشن ترلاسه كړے۔ په كمپيوټر سائنس كښې د هدف کالج سید محمد اوېس رضا 1003 لمبرو سره اولنے ٬ د ګلوبل کالج محمد اویس 1000 سره دويم او هم د دې كالج آفاق احمد 998 نمبرو سره درېم پوزيشن ترلاسه كړے۔ په هیومنیټیز ګروپ كښې د جناح کالج زده كونكې انعم عارف 1011 نمبرو سره اولنے ٬ د جناح کالج ابنا یعقوب او طیبه اکرام 989 او د جناح كالج مناحل فاروق 987 نمبرو سره درېم پوزيشن ترلاسه كړے۔ په انټر امتحانونو كښی 31830 ریګولر زده كوؤنكو كښې 29120 زده كوؤنكي كامياب ګرځولې شوي ۔ د كاميابو زده كوؤنكو نتيجه 91.5 فیصده پاتې شوه۔ دغسې په 16602 رېګولر انجونو زده كوؤنكو كښې 15554 كاميابې وګرځولې شوې۔ د دوئي ج كاميابۍ نتيجه 96 فیصده پاتې شوه۔ په انټر بورډ پېښور كښې غوره پوزيشن ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو لپاره يوه خصوصي دستوره وكړې شوه په كومه كښې چې نګران صوبائی وزیر تعلیم پروفېسر ډاکټر قاسم جان خاص مېلمه ؤ ۔ په دې موقع نګران صوبائي وزير پوزيشن ترلاسه كوؤنكوز زده كوؤنكو ته انعامونه وركړل۔

مزید خبریں