د صوابۍ ډپټي كمشنر د تحصيل هيډكوارټر هسپتال دوره٬د ډيوټۍ څخه غير حاضر ملازمانو په ضد د پلټنو احكامات

پیښور 03 اکتوبر(اے پی پی)د صوابۍ ډپټي كمشنر ګوهر علي د صوابۍ تحصيل هيډكوارټر هسپتال ناڅاپي دوره كړې ۔د دورې په مهال د صوابۍ ډپټي كمشنر د روغتون د بېلو څانګو معائنه وكړه٬د ملازمانو حاضرۍ رجسټر يې وكتلو او په موقع ئې د غېر حاضره ملازمانو په ضد د انكوائرۍ احكامات جاري كړل۔د صوابۍ ډپټي كمشنر ووئيل ډاكټران او پيراميډيكل بايد سټاف د ډيوټي روسټرز له مخې حاضر وي٬د روغتون …

پیښور 03 اکتوبر(اے پی پی)د صوابۍ ډپټي كمشنر ګوهر علي د صوابۍ تحصيل هيډكوارټر هسپتال ناڅاپي دوره كړې ۔د دورې په مهال د صوابۍ ډپټي كمشنر د روغتون د بېلو څانګو معائنه وكړه٬د ملازمانو حاضرۍ رجسټر يې وكتلو او په موقع ئې د غېر حاضره ملازمانو په ضد د انكوائرۍ احكامات جاري كړل۔د صوابۍ ډپټي كمشنر ووئيل ډاكټران او پيراميډيكل بايد سټاف د ډيوټي روسټرز له مخې حاضر وي٬د روغتون انتظاميه دې د بېلو رنځونو٬ويكسين شيډول په اړه خبرتيا د استقباليې كاؤنټر څخه وګړو ته وركړي۔ده ووئيل د روغتيا څانګه مهمه ده او په دې به كومه سمجهوته ونه كړے شي ۔

مزید خبریں