كوئټه 02 اكتوبر(اے پی پی)د بلوچستان د كورنيو چارو لنډ مهاله وزير مير زبير احمد جمالي وئېلي دي د مستونګ په پېښه كښې د ككړو كسانو په ضد به بشپړه كاروائي كولې شي٬د ترهه ګرۍ بريدونه مونږ كله هم يرولے نه شي مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د مستونګ پېښې چې څومره هم غندنه اوشي لږه ده٬ژوب٬مستونګ او هنګو كښې شوي بريدونه د غندنې وړ دي۔دغسې ده مستونګ …
د مستونګ په پېښه كښې د ككړو كسانو په ضد به كاروائي بشپره كولې شي۔د بلوچستان د كورنيو چارو لنډ مهاله وزير مير زبېر

مزید خبریں
كوئټه 02 اكتوبر(اے پی پی)د بلوچستان د كورنيو چارو لنډ مهاله وزير مير زبير احمد جمالي وئېلي دي د مستونګ په پېښه كښې د ككړو كسانو په ضد به بشپړه كاروائي كولې شي٬د ترهه ګرۍ بريدونه مونږ كله هم يرولے نه شي مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د مستونګ پېښې چې څومره هم غندنه اوشي لږه ده٬ژوب٬مستونګ او هنګو كښې شوي بريدونه د غندنې وړ دي۔دغسې ده مستونګ پیښې شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكره۔ده ووئيل د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منير او لنډ مهاله د كورنيو چارو وفاقي وزير مير سرفراز بكټي كوئټې ته د راتللو مقصد دا ښكاره كول دي چې ټولې ادارې د ترهه ګرۍ په ضد په يو پیج دي۔ده د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د لنډ مهاله حكومت وړومبنې ترجيح سپيځلې ټاكنې كول دي او د امن او امان او پرمختيائي پروژې مخ په وړاندې بوتلل زمونږ ذمه واري ده۔ده ووئيل د مستونګ ځانمرګي بريدونو پلټنې روانې دي٬د اولس د ځان او مال تحفظ د حكومت ذمه واري ده










